Saturday, February 17, 2007

په بیچاره خره باندی دومره بار دی چه الوتلو ته زړه ښه کوی

افغانستان : دسکندر اعظم نه کرزى پورې





لۀ ميلاد څخه ٣٢٨ کاله مخکښې چې افغانستان دپارس دسلطنت برخه وه ، سکندر اعظم دخپل فوځ سره افغانستان ته راغي اؤ پۀ لومړى ځل ئې دموجوده افغانستان بلخ ولايت پۀ نښه کړو . اؤ بيا دبلخ نه هرات ، هرات نه بلوچستان ، بلوچستان نه بيا غزنى ، غزنى نه غوربند، غوربند نه پنجشير اؤ دپنجشير نه پۀ امو درياب واوختو اؤ مرکندا، چې اوسني نوم ئې ثمر قند دي ته ئې ځان ورسؤلو . دسکندر اعظم نه پس شپږمې ميلادى پيړۍ کښې ساسانيانو اؤ ترکو پۀ افغانستان قبضه وکړه خو زيات وخت ئې خپله قبضه برقراره ونۀ ساتل شوه . دهمدې پيړۍ پۀ اخر کښې عرب داسلام دپيغا م سره افغانستان ته ننوتل . وئيلي شى چې افغانان دنړۍ يوازيني داسې قام دي چې پۀ اجتماعى توګه ئې اسلام قبول کړو . دلسمې پيړۍ پۀ اخرى لسيزه (٩٩٨ء) کښې ترکو پۀ افغانستان قبضه وکړه اؤ دلته ئې دترک سلطنت بنسټ کيښود و . محمود غزنوى دخپلې پادشاهۍ پۀ دوه ديرش کاله کښې دخپل حکومت حدونه دجنوب مغربى هند اؤ پنجاب پۀ شمول جنوبى ايران پورې وغزؤل . ١٠٣٠ء کښې ديامين محمد دمرګ نه پس غزنوى سلطنت دانتشار سره مخ شو اؤ ١٢١٩ء يعنې دچنګيزخان دراتګ پورې افغانستان پۀ مختلفو رياستونو کښې تقسيم ؤ . چنګيز خان چې راغي نو منګولو دهرات ، بلخ ، اؤ غزنى پشمول ګڼ ښارونه لوټ کړل اؤ وې سيزل. څوارلسمه ميلادى پيړۍ کښې دچنګيزخان يؤ وارث تيمور لنګ افغانستان خپل داوسيدو ځائى وټاکلو اؤ دترکيې نه هند پورې لوئى سلطنت ئې قائم کړو . دتيمور اؤ ددۀ دوارثانو دور ١٥٠٦ء پورې وچليدو اؤ ددوئ نه پس افغانستان دمغل اؤ صفوى حکومتونو تر مينځه تقسيم شو . پۀ هند کښې دمغل سلطنت بنسټ ايښودونکي بابر دتيمور لنګ دنسل نه ؤ. دۀ کابل خپله پلازمينه وټاکله . پۀ اتلسمه ميلادى پيړۍ کښې نادرشاه دافغانستان پۀ زياتو سيمو خپله قبضه مضبوطه کړه اؤ مغلو ته ئې پۀ دهلى دقبضې برقرار ساتلو اجازت ورکړه . دنادرشاه نه پس دافغانستان پۀ سياسى کرښه احمدشاه درانى راڅرګند شو څوک چې پۀ ١٧٤٧ء کښې دافغانانو سردار وټاکل شو . احمدشاه درانى دنوى افغانستان بانى ګڼلي شى . دۀ خپل سلطنت دمشهد نه امو درياب پورې اؤ دهرات نه پنجاب اؤ کشمير پورې پراخ کړو . داحمدشاه ابدالى دوفات نه پس دقندهار دخلقوسره ددۀ د زوئ اختلافات پيداشول اؤ هغۀ کابل دخپل حکومت پلازمينه وټاکله . نورو پينځه ؤ کلونو کښې هغۀ دکشمير ، خراسان اؤ سندهـ پۀ شمول ګڼې سيمې لۀ لاسه ورکړې . دهند پۀ نيمه اوچه دانګريزانو دقبضې نه پس افغانستان دروسانو اؤ انګريزانو دشخړو مرکز جوړشو . دمنځنۍ اسيا پۀ لور دروس دپرمختګ پۀ عکس العمل کښې انګريزانو هم افغانستان کښې دځان ځائې کؤلو پلانونه جوړؤل پيل کړل . دې دپاره انګريزانو اؤ فرانسينيانو پۀ ١٨٠٩ء کښې دافغان حکمران شاه شجاع سره دشريکې دفاع پۀ لوظنامه لاسليکونه وکړل . دغسې دروسى قبضې دخطرې دمخنيوى پۀ خاطر انګريزانو پۀ ١٨٣٩ء کښې پۀ افغانستان حمله وکړه اؤ پۀ لومړى ځل دغزنى ، قندهار اؤ کابل پشمول زياتو سيمو باندې ئې قبضه وکړه . خو اخره کښې انګريزانو داسې عبرتناکه ماتې وخو ړه چې ټول فوځ ئې تباه شو اؤ دغه تباهى نن هم دانګريزانو لپاره يؤ پيغور دي . ١٨٧٢ء کښې دروس اؤ برطانيې تر مينځه يوې لوظنامې کښې امو درياب دافغانستان شمالى سرحد ومنل شو . ١٨٧٨ء کښې دامير شير على خان لخوا انګريزانو ته کابل کښې د برطانوى مشن دجوړؤلوداجازت نۀ ورکؤلو پۀ وجه انګريزانو بيا پۀ افغانستان حمله وکړه . امير شيرعلى خان دغه وخت دروس نه مرستو اخستو لپاره روس ته روان شو خو دامو درياب نه بيرته ستون کړي شو اؤ بلخ کښې وفات شو . ددۀ دوفات کيدو نه پس ددۀ زوئ دبادشاهۍ يا دانګريزانو دمقابلې قابل نۀ ؤ . نو دهغۀ ورارۀ عبد الرحمان ، چې دولس کاله په ثمر قند کښې جلا وطن ؤ ، دامو درياب پۀ لاره افغانستان ته راغي اؤ دانګريزانو پۀ مرسته دافغانستان امير جوړشو . ددۀ پۀ دور کښې انګريزانو اؤ روسانو دافغانستان دموجوده سرحدونو پۀ لوظنامه اتفاق وکړو . ١٨٩٣ء کښې امير عبدالرحمان دانګريزانو سره دډيورنډ کرښې پۀ لوظنامه لاسليک وکړو چې پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ پۀ دوؤ برخو کښې تقسيم شول . ١٩٠١ء کښې دامير عبدالرحمان دوفات نه پس ددۀ زوئ حبيب الله خان پۀ تخت کښيناستو . امير حبيب الله خان افغانستان دروس اؤ برطانيې دواړو نه دلرې ساتلو کوششونه وکړل اؤ دخپلې بې طرفۍ دښودلو پۀ خاطر ئې دجرمنى دوړانديزونو باوجود افغانستان پۀ لومړى نړيوال جنګ کښې ککړيدو ته پرې نۀ ښودو . حبيب الله خان ١٩١٩ء کښې ووژل شو اؤ بيا دهغۀ زوى امان الله خان پۀ تخت کښيناستو . هغۀ نړيوال جنګ کښې دانګريزانو دکمزورى کيدو نه ګټه پورته کړه اؤ انګريزانو له ئې پۀ جنګونو کښې ماتې ورکؤلو سره دويم افغان _ انګريز جنګ کښې دافغانانو دماتې بدل واخستو . اګست ١٩١٩ء کښې دپينډۍ لوظنامې پۀ نتيجه کښې انګريزانو دافغانستان پۀ خارجه پاليسۍ دکنټرو ل نه لاسونه ووينځل . خارجه پاليسۍ کښې دازادۍ تر لاسه کؤلو سره سم امان الله خان دنورو هيوادونو پۀ شمول روس سره خپلې اړيکې ټينګؤل پيل کړل . اؤ١٩٢١ء کښې دافغانستان اؤ روس تر مينځه ددوستۍ پۀ لوظنامه لا سليکونه وشول . امان الله خان ته يؤ خوا دروس نه پۀ زړۀ پور ې فوځى اؤ مالى مرستې تر لاسه شوې نو بلخوا افغانستان پۀ تُندۍ سره دنوؤ پرمختګونو پۀ لاره روان کړو خو دمحدود فکر پښتانۀ دهغۀ په لاره کښې خنډشول . داروپا نه وطن ته پۀ ستنيدو چې هغۀ دهلکانو اؤ جينکو دګډ تعليى نظام لپاره اقدامات وکړل نو دهغۀ خلاف بغاوت هم زيات شو . پۀ دې بغاوتونو دقابو موندلو لپاره هغه دافغانستان نه بهر لاړو اؤ دلته دباغيانو يؤ مشر بچه سقه دافغانستان بادشاه جوړشو . نهه مياشتې پس دامان الله خان يؤ پخوانى قوماندان محمد مالک خان بچه سقه لرې کړو اؤ دامان الله خان دترۀ زوئ نادرخان لپاره ئې لاره هواره کړه . ١٩٣٠ء کښې پۀ لويه جرګه کښې نادرخان دافغانستان بادشاه وټاکل شو خو درې کاله پس دي ووژل شو اؤ بيا ددۀ زوئ نولس کلن ظاهر شاه بادشاه شو . اګست ١٩٤٧ء کښې دپاکستان دجوړيدو نه سمدستى پس دظاهر شاه حکومت دپاکستان لخوا قبائيلى سيموکښې دبغاوتونو دقابو کؤلو عمليات ناروا وګڼل اؤ دافغانستان اؤ برطانيې دحکومتونو تر مينځه دسرحدونو دټاکلو دټولو لوظنامو دمنلو نه ئې انکار وکړو . اؤ دپښتونستان پۀ معامله ئې دپاکستان دپښتنو حمايت ا ؤ مرستې پيل کړلې . دې سره دپاکستان اؤ افغانستان دحکومتونو تر مينځه تاؤ تريخوالي پيداشو اؤ پاکستان افغانستان ته دتيلو دمصنوعاتو دلارې اسانتيا ختمه کړه . دمجبور ۍ نه دافغانستان حکومت جولائى ١٩٥٠ء کښې دشوروى اتحاد سره تجارتى لوظنامې وکړې، بيا وروسته داقتصادى اؤ دفاعى اړتياؤ لۀ امله افغانستا ن اؤ شوروى اتحاد اړيکې نورې هم پياوړې شوې . ١٩٦٤ء کښې ظاهر شاه دافغانستان پۀ اساسى قانون کښې اصلاحات وکړل اؤ ددې ترمخه ١٩٦٥ء کښې انتخابات وشول . دې سره دګس لاس ډلو ته حکومت کښې دشامليدو اؤ دښى لاس ډلو ته دپرمختګ موقعې پۀ لاس ورغلې . ١٩٦٧ء کښې خلق ديموکراتيک ګونددوه ډلې شو . دخلق مشرى نور محمد تره کى اؤ دپرچم مشرى دببرک کارمل پۀ برخه شوه . ١٩٧٣ء کښې چې ظاهر شاه دعلاج پۀ غرض اټلى ته تلي ؤ ، ددۀ پخوانى صدراعظم اؤ دترۀ زوئ سردار محمد داؤد خان پۀ اقتدار قبضه وکړه . دۀ دبادشاهت دختمؤلو اعلان وکړو اؤ افغانستان ئې جمهوريه اعلان کړو . خو دشوروى اتحاد پۀ کوششونو خلق اؤ پرچم اتحاد وکړو اؤ پۀ ٢٨ اپريل ١٩٧٨ء ئې د((ثورانقلاب )) پۀ ذريعه پۀ حکومت قبضه وکړه اؤسردار محمد داؤدخان ئې دکورنۍ سره ووژلو . دکمونسټانو دحکومت راتلو سره ددوئ مخالفو اسلامى ډلو دپاکستان ، اروپا اؤ امريکې پۀ لور مخونه واړؤل اؤ ددغې خوانه ئې دجنګ تيارۍ پيل کړې . دسمبر ١٩٧٨ء کښې دافغانستان اؤ شوروى اتحاد تر مينځه دالوظنامه وشوه چې کۀ کابل ته ضرورت پيښ شو نو دماسکو نه فوځ راغوختلي شى . ستمبر ١٩٧٩ء کښې صدراعظم اؤ ددفاع وزير حفيظ الله امين نورمحمد تره کي ووژلو اؤ پۀ خپله ئې پۀ حکومت قبضه وکړه . ددۀ دحکومت دمضبوطؤلو لپاره دسمبر ١٩٧٩ء کښې د شوروى اتحاد فوځيان افغانستان ته داخل شو ل . حفيظ الله امين ووژل شو اؤ ددۀ پۀ ځائ ماسکو کښې جلاوطن ببرک کارمل کابل ته راوستي شو اؤ پۀ تخت کښينولي شو . دروسى فوځونو دراتګ سره امريکې دپاکستان ، عربى هيوادونو اؤ نورو روس مخالف قوتونو پۀ مرسته دحکومت مخالف افغانانو پۀ ذريعه جهاد پيل کړو . دې سره لکونه خلق پاکستان ، ايران اؤ نورو هيوادونو ته په هجرت کؤلومجبور شول اؤ افغانستان دتباهۍ اؤ بربادۍ ديؤنوى تاريخى باب سره مخ شو . دمجاهدينو کوم مشران اؤ تنظيمونه چې دذوالفقار على بهټو پۀ دور کښې پاکستان ته راغلى وو نو حکومت هغوئ ته پۀ پيښور کښې ددفترونو پرانستلو اجازت هم ورکړو اؤ دهر رنګه مرستو ډاډ ئې هم ورکړو . خو چې پاکستان کښې جنرال ضياء الحق په حکومت قبضه وکړه نو هغۀ دافغانستان جهاد دپاکستان دخارجه پاليسۍ پۀ توګه اعلان کړو اؤ دمجاهدينو سره دښکاره امريکائى نه علاوه ئې دپاکستان مذهبى ګوندونه هم پۀ دې کښې ککړ کړل . غربى ميډيا هم پۀ دې کښې اهم کردار اداکړو اؤ داسې دروس خلاف دلته يؤ لوئى نړيوال بلا ک جوړشو . اسامه بن لادن هم دغه وخت کښې پيښور ته راغي اؤ افغان جهاد دپاره ئې کار پيل کړو . بلخوا شوروى اتحاد هم دخپلې کاميابۍ ديقينى کؤلو لپاره خپلې ټولې وسيلې اؤ ذريعې پۀ کار واچؤلې خو دمجاهدينو کار دومره پراخه شو چې اوۀ لوئى اؤ ګڼ واړۀ ګوندونه پکښې جوړ شول .چې وروسته ئې ديؤ بل مخالفتونه هم پيل کړل . ١٩٨٥ء کښې پاکستان ددغو اوه ؤ جهادى ګوندونو اتحاد جوړ کړو خو څه نتيجه ئې ورنکړه . ١٩٨٦ء کښې ډاکټر نجيب الله دافغانستان مشر جوړ شو . ١٩٨٨ء کښې دجنيوا لوظنامه وشوه اؤ ددغې لوظنامې ترمخه فرورى ١٩٨٩ء پورې روسى فوځيان دافغانستان نه ووتل. ديوې اندازې ترمخه پۀ دې جنګ کښې څوارلس زره پنځۀ سوه شورويان اؤ لس لکه افغانان مړۀ شول . جهادى ګوندونو چونکې دجنيوا لوظنامه نۀ منله ، نۀ پکښې دهغوئ برخه وه نو دوئ دډاکټر نجيب دحکومت خلاف جنګ جارى وساتلو بلکې داجنګ اوس نو ر هم تود شو . ضياء الحق دافغان حکومت اؤ مجاهدينو تر مينځه د روغې جوړې کؤلو پۀ ځائې مجاهدين پۀ افغانستان باندې د قابضينو پۀ حيث ليدل غوښتل نو هغۀ د ائى ايس ائى پۀ ذريعه دمجاهدينو هر رنګه مرستې وکړې . د بې نظير بهټو دحکومت پۀ دورکښې دجنرال حميد ګل پۀ وينا مجاهدينو پۀ جلا ل اباد يوه سخته حمله وکړه چې زرګونه خلق پکښې مړۀ شول . دجنګونو دا سلسله مارچ ١٩٩٢ء پورې جارى وه. پۀ همدې کال جنرال رشيد دوستم داحمدشاه مسعود سره لاسونه يؤ کړل اؤ دډاکټر نجيب حکومت ئې نسکورکړو . مجاهدينو دفتحې ورځ ونمانځله خو دمجاهدينو حکومت افغانستان ديوې نوې تباهۍ سره مخ کړو. دجهادى ګوندونو پۀ خپل مينځ کښې خونړۍ نښتې پيل شوې اؤ دحکمتيار اؤ مسعود دفوځونو پۀ نښتو کښې کابل بيخى کنډر شو . وروسته دپاکستان پۀ کوششونو پۀ پيښور کښې دجهادى ګوندونويوه جهادى شورى جوړه شوه چې صبغت الله مجددى ئې مشر وټاکل شو اؤ دي دکابل يؤ بې اختياره اؤ مؤقت مشر جوړشو . دپيښور لوظنامې تر مخه جون ١٩٩٢ء کښې مجددى اقتدار پروفيسر ربانى ته وسپارلو اؤهمدغه وخت دکابل خوا اؤ شاکښې دسياف اؤ دحزب وحدت ترمينځه نښتې وشوې چې سلګونه خلق پکښې مړۀ شول اؤ سلګونو سره دانسانيت خلاف ظلمونه وشول . پۀ ٣٠ د سمبر ١٩٩٢ء کښې برهان الدين ربانى دڅوارلس سوه مشرانو جر ګه راوغوښتله اؤ ځان ئې ددوه کالو لپاره دافغانستان رئيس وټاکلو . ګلبدين حکمتيار اؤ نورو جهادى ډلو دغه جرګه نۀ منله نو يؤ ځل بيا خونړۍ نښتې پيل شوې . دې نښتوسره دکابل پاتې ودانى هم دخاؤرو سره خاؤرې شوه . مارچ ١٩٩٣ء کښې دپاکستان پۀ کوششونو يؤځل بيا دجهادى ګوندونو ترمينځه لوظنامه وشوه اؤ ربانى رئيس اؤ حکمتيارصدراعظم وټاکل شول . خو پۀ دې لوظنامه هم عمل ونۀ شو . حکمتيار کابل ته پرې نۀ ښودي شو اؤ نښتې بيا پيل شوې . جنورى ١٩٩٤ء کښې جنرال رشيد دوستم هم دحکمتيار ملګري شو اؤ جنګونه نورهم زيات شول . ان تر دې چې طالبان راغلل اؤ ربانى اؤ حکمتيار ئې دواړه دپريشانۍ سره مخ کړل . ١٩٩٢ء نه تر ١٩٩٦ء پورې کۀ پۀ کابل دربانى اؤ حکمتيار جنګ ؤ نو دنور افغانستان هم ډير بد حال ؤ . هر ولايت اؤ اولسوالۍ کښې قوماندانانو ځان ځانله پاچاهۍ جوړې کړې وې اؤ هيڅ امن اؤ دژوند طمع نۀ وه. دربانى حکومت دکابل نه کاپيسا او بدخشان پورې ؤ . دننګرهار ، کونړ اؤ لغمان اقتدارد حاجى عبدالقدير دمشرقى شورى سره ؤ . هرات اؤ خوا ؤ شا کښې داسماعيل خان پاچاهى وه . دبلخ نه جوزجان اؤ فارياب پورې د جنرال دوستم حکومت ؤ ، باميان کښې د شيعه ګانوقبضه وه . اؤ دقندهار (( سلطنت)) دګل اغا اؤ دهغۀ دملګرو لاس کښې ؤ . هرطرفته انارکى اؤ ځان ځانى وه ،دحکومت اؤ مجاهدينو لخوا دلوټمار بازار داسې تودشوي ؤ چې خلقو روسانو ته دعاګانې کؤلې _ او همدغه وجوهات وو چې دطالبانو اقتدار ته ئې لاره هواره کړه. طالبانودراتلو سره سم دامن اؤ شريعت نعره اوچته کړه . خلق هم ددغو نعرو پۀ زړه راښکون ورپسې شول خو دهغوئ دناپوهۍ اؤ سختۍ نتيجه دا را ووتله چې امريکې ته پۀ افغانستان دحملې کؤلو موقعه پۀ لاس ورغله چې پۀ نتيجه کښې ئې دحامد کرزى حکومت جوړ شو

Wednesday, February 14, 2007

له انترنیټ نه اروپا او د امریکه متحده ایالتو ته مفت تلیفون وکړۍ



که غواړی چی د اروپا کوم هیواد او امریکا ته تلیفون وکړی نو پروګرام یی د لاندی ځای په وهلو باندی ښکته کړی



دافغانستان د ابادۍ په هیله

روح الله وردګ

د آذان وخت درته معلوم دی او که نه ؟



اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
امید لرم چه ټول دوستان به په خپلو ورځنیو چارو کی کامیاب او خوشحاله وۍ .
زه تاسو ته یو ډیر په زړه پوری پروګرام در ښایم امید دی چه استفاده تری وکړې
دا پروګرام تاسو ته هر وخت چه د آذان وخت شی نو اذان به درته کوی

د پروګرام نوم دی آذان

دا پروګرام له دی ځای نه ښکته کړۍ


ما په خپلو دعاګانو کی یاد ساتۍ ځکه چی زه دعاګانو ته ډیر ضرورت لرم

ستاسو ورور
روح الله وردګ

د الله تعالی شان او شوکت ته ځیر شی

Tuesday, February 13, 2007

ګرانووروڼوکه غواړی چی خپل کمپیوتر کی موپه پښتو۲۰۰۳ افس چی نوی جوړشوی کاروکړی نولمړی باید تاسوپه کمپیوترکی ۲۰۰۳ افس انګلش ولری ددی نه ورسته دهمدی ځای نه پښتو۲۰۰۳ افس خپل کمپیوترته په وړیاډول کښته کړه ددی نه ورسته هغه انسټال هم کړه نودا لاندی ښودل شوی لاره تعقیب کړه
Start / Microsoft Office / Microsoft Office Tools / Microsoft office 2003 Language Settings
کله چی اخیری ځای یعنی
Microsoft office 2003 Language Settings
ته ورسید نو پښتو ژبه به انتخاب کړی وروسته به تاسو د کار په خپله په مخ بوزی اوافیس پروګرامونه به مو پښتوشی .

انشاء الله